ONLINE APPLICATION TAZKIRA

ه هالنډ کې د میشته هیواوالو د پام وړ!

د بهرنیو چارو وزارت او په هالنډ کې د افغانستان اسلامي جمهوریت سفارت د احصائیې او معلوماتو ملی ادارې په همکارۍ به ډیر ژر په هالنډ کې دافغانستان د وګړو لپاره په آنلاین ډول د تابعیت د تذکري غوښتنه او صادرول پیل کړي. پدې خدماتو کې د نوي تذکری صادرول ، د تذکرې د مثنی صادرول ، د عمر اصلاح کول ، د نوم اصلاح کول، د زیږیدلو د نیټي او د ځای اصلاح کول، په تذکره کې د تخلص لیکل، د نوي عکس لګول یا بدلول شامل دي.

دافغانستان هغه شمیر وګړي چې د ځینو علتونو له مخې د تذکرې د اخیستلو لپاره افغانستان ته سفرنشي کولۍ، وروسته لدې کولۍ شي د لاندیني انترنتی پتې له لارې په آنلاین ډول پورتنیو خدماتو ته لاسرسي ومومي او د
لارښوونو سره سم خپله غوښتنه وکړي.
د لا زیاتومعلوماتو ترلاسه کولو لپاره کولۍ شۍ اړونده صوتي او ویدیویی لارښونې ته مراجعه وکړۍ او یا لاندې
لارښونه تعقیب کړۍ : (Youtube video clip)
د آنلاین تذکري د غوښتني لارښونه او د اړتیا وړ اسناد:
1. غوښتونکي اړین دي چې د هویت د تثبیتولو فورمه په آنلاین ډول بشپړ کړي. د غوښتني په بهیر کې د سم شهرت لیکنه او د خدماتو سم انتخاب ته پاملرنه وشي؛
2. یو عکس او د اصولي خپلوانو لکه دپلار، نیکه، ورور، خور، وراره، تره یا د تره د زوی د تذکري سکن کاپي اپلوډ کړۍ؛
3. که چیري غوښتونکۍ د اصولي خپلوانو د تذکري کاپی نلري نو په کار ده چې د دوه تضمین کوونکي افغانانود تذکري سکن کاپي اپلوډ کري؛
4. د آنلاین غوښتنلیک له بشپړیدلو وروسته ، ستاسو اسناد د احصایې د ادارې لخوا پرمخ وړل کیږي او د هویت د تثبیت ډاډ یی د یوي میاشتی په ترځ کي د افغانستان سفارت ته استول کیږي.
5. د سفارت قونسلي څانګه د هویت د تصدیقولو لپاره غوښتونکي ته د حضوري مرکې لپاره وخت جوړوي. پدې مرکه کې درې عکسونه او اصلي اسناد چې سکن کاپی یی تاسو د سیسټم له لارې استولي دي له ځانه سره ولرۍ؛
6. هغه غوښتونکي چې د خپل د اصولي خپلوانو د تذکري کاپي نلري، دوه تنه افغان ضمانت کوونکي چي تذکرې یی د سیسټم له لاري استول شوي دي د حضوري مصاحبې لپاره له اصلي تذکرو او هالنډي کارتونو سره د غوښتونکي سره یو ځای سفارت ته حاضر شي؛
7. که چیرې غوښتونکي د عمر اصلاح کول ، د نوم اصلاح کول، د زیږیدلو د نیټي او د ځای اصلاح کول، په تذکره کې د تخلص لیکل، د نوي عکس لګول یا بدلولو غوښتنه کړې وي نو اړینه ده چې په حضوري مرکه کې خپل اصلي تذکره او اصلي هالنډي کارت له ځانه سره ولري؛
8. د حضوري مصاحبې نه وروسته، تذکره د سفارت لخوا چاپ او غوښتونکي ته ورکول کیږي؛
9. د یو ټوک تذکرې لګښت 50 یورو ده چې د بانکي کارت له لاري د سفارت په بانکي حساب کې اچول کیږي.
په درناوي؛
د سفارت قونسلی څانګه؛
د نورو معلومات لپاره، تاسو کولاۍ شۍ مونږ سره په 00702503900 ) شمیره اړیکه ونیسۍ.
زمونږ کاري ساعتونه له دوشنبه تر جمعې د سهار له 9 څخه د ماسپښین تر 3 بجو پورې دي.

قابل توجه هموطنان گرامی مقیم کشور شاهی هالند!

 

قرار است عنقریب وزارت امور خارجه و سفارت جمهوری اسلامی افغانستان مقیم هالند، در هماهنگی با ادارۀ ملی احصائیه و معلومات خدمات طی مراحل و صدور تذکره تابعیت را با استفاده از پروسه آنلاین آغاز نماید. خدمات شامل این روند در برگیرنده توزیع تذکره جدید، تذکره مثنی، اصلاح سن، اصلاح نام، اصلاح تاریخ و محل تولد ، درج تخلص در تذکره، نصب و یا تجدید عکس در تذکره می باشد.

 
تمام اتباع جمهوری اسلامی افغانستان مقیم هالند که واجد شرایط برای دریافت خدمات فوق می باشند، ولی نمی توانند بنابر معاذیر جهت اخذ تذکره به کشور سفر نمایند، منبعد می توانند بخاطر دستیابی به خدمات تذکره تابعیت جمهوری اسلامی افغانستان به آدرس اینترنتی ذیل،
 
مراجعه نموده درخواست شان را مطابق رهنمود درج نمایند؛
متقاضیان که در مورد چگونگی ثبت درخواست به معلومات بیشتر نیاز دارند، می توانند به رهنمود صوتی و تصویری مربوطه که در لینک ذیل قابل دسترسی می باشد مراجعه نموده (Youtube video clip) و یا طبق رهنمود ذیل عمل نمایند:
 
رهنمود درخواست خدمات تذکره تابعیت جمهوری اسلامی افغانستان:
 
1. متقاضیان محترم مکلف اند درخواستی خویش را به گونه آنلاین ثبت نموده و در موقع ثبت درخواستی در قسمت درج شهرت دقیق، انتخاب دقیق خدمات مورد نیاز توجه نمایند؛
 
2. یک قطعه عکس و سکن کاپی تذکره یکتن از اقارب اصولی مانند پدر، پدرکلان، برادر، خواهر، برادرزاده ، کاکا و یا پسر کاکا را ویب سایت ضمیمه یا اپلود نمایید؛
 
3. . در صورت عدم موجودیت تذکره اقارب اصولی،سکن کاپی تذکره دو نفر افغان را به عنوان ضمانت کننده در ویب سایت پیوست نمودن یا اپلود نمایید؛
 
4. بعد از تکمیل درخواست آنلاین، اسناد تان در اداره ثبت احوال نفوس در کابل طی مراحل گردیده و از صحت آن در جریان یکماه به سفارت اطمینان داده می شود. متعاقباً همکاران بخش قونسلی سفارت جهت تثبیت هویت و مصاحبه حضوری با متقاضی تماس گرفته زمان ملاقات را تنظیم مینماید؛
 
5. . متقاضی در مصاحبه حضوری کاپی تذکره یکتن از اقارب اصولی،اصل کارت اقامه هالندی، فورمه تثبیت هویت و سه قطعه عکس (ستندرد پاسپورت) را با خود داشته باشد؛
 
6. در صورت عدم موجودیت تذکره اقارب اصولی، دو تن اتباع افغانستان که تذکره شان منحیث ضمانت کننده ارایه شده با اصل تذکره و اصل کارت اقامه هالندی شان همراه با متقاضی برای مصاحبه حضور می یابند؛
 
7. . در صورتیکه متقاضی درخواست اصلاح سن، نام، تاریخ و محل تولد خویش را نموده باشد و یا خواهان درج تخلص در تذکره، نصب و یا تجدید عکس در تذکره تابعیت باشد، ایشان مکلف اند اصل تذکره و اصل کارت اقامه هالندی خود را با خود داشته باشند؛
 
8. . بعد از تکمیل اسناد مورد نیاز و مصاحبه حضوری، تذکره جدید از طریق سفارت چاپ و بدسترس متقاضی قرار داده می شود؛
 
9. . هزینه درخواست یک جلد تذکره مبلغ (50) یورو بوده و به حساب بانکی سفارت واریز میگردد؛
 
با احترام
 
بخش قونسلی سفارت
برای معلومات بیشتر می توانید به شماره تیلفون (0702503900) به تماس شوید
اوقات کاری از روز دوشنبه الی جمعه از ساعت 9 صبح الی 3 بعد از ظهر می باشد